تَبَارَكَ الَّذِي ۱۴۳۴ نُوْح
قَالَ نُوحٌ رَبِّ إِنَّهُمْ عَصَوْنِي وَاتَّبَعُوا مَنْ لَمْ يَزِدْهُ مَالُهُ وَوَلَدُهُ إِلَّا خَسَارًا ﴿۲۱﴾ وَمَكَرُوا مَكْرًا كُبَّارًا ﴿۲۲﴾ وَقَالُوا لَا تَذَرُنَّ آلِهَتَكُمْ وَلَا تَذَرُنَّ وَدًّا وَلَا سُوَاعًا وَلَا يَغُوثَ وَيَعُوقَ وَنَسْرًا ﴿۲۳﴾
اوئیل نوح علیه السلام ای ربه ځما یقیناً دوی نافرمانی کوی ځما او تابعداری کړی ده دوی دهغه چاچه نه زیاتوی هغه لره مال دهغه او اولاد د هغه مگر تاوان ﴿۲۱﴾
او چلونه اوکړل دوی چلونه لوئ ﴿۲۲﴾
او دوی اوئیل مه پریږدئ معبودان خپل او مه پریږدئ ود او سواع او یغوث او یعوق او نسر لره ﴿۲۳﴾
[۲۱] په دی آیت کښی مخالفت د قوم په پنځو طریقو سره ذکرکوی او هغه دعوت ورکول دی ددوی شرک ته او خپل اولاد گمراه کول دی (عَصَوْنِي) عصیان شامل دی هغه اوامرو ته چه ذکر وو په (۳) او (۱۰) کښی (وَاتَّبَعُوا مَنْ لَمْ يَزِدْهُ) اشاره ده چه دده په قوم کښی دوه قسمه خلق وؤ یو قسم غټان (مَلَاءَ) چه خلق به ئی خپل تقلید ته رابلل هغوی ډیر ضدیان او عنادیان وؤ دهغوی حال په (۷) کښی ذکرشو - دوهم قسم د هغوی تابعداران مقلدان وؤ چه هغوی دلیل ته نه وؤ کتلی ځکه چه د مشرانوسره ئی دلیل نه وؤ بلکه دهغوی مالدارئ او ډلی ته ئی کتل چه دا سبب د حق پرستئ دی او حال داچه هغه مال او اولاد د هغوی سبب دخسران وؤ په طریقه د استدراج سره نوپه دی آیت کښی اشاره ده چه په دوی کښی شرک فی التشریع و الحکم موجود وؤ -
[۲۲] ضمیر د (مَكَرُوا) دغه گمراهانو مشرانو ته راجع دی او مراد د مکرنه دعوت ورکول دی کفر او شرک ته په تلبیس او تحریف او شبهاتو سره او په شپه او په ورځ کښی لکه چه سورة سبا (۳۳) کښی ذکرده -
[۲۳] په دی کی اشاره ده چه په دوی کښی شرک فی الالوهیة موجود وؤ او دا تفسیر د مکر دهغوی دی (آلِهَتَكُمْ) په دی کښی اشاره ده سیوا د اللّه تعالٰی نه ددوی ډیر معبودان وؤ لیکن ددغه پنځو تخصیص ئی په دی وجی سره اوکړو چه هغه دوی په عقیده کښی د نورو نه لوی شان والا وؤ اودا تخصیص بعدالتعمیم دی لکه چه ددی وخت په جاهلانو کښی عقیده ده چه ډیرو اولیاؤ د قبرونو عبادتونه کوئ لیکن لوی غوث او لوی بابا په کښی شیخ عبدالقادر جیلانی رحمه اللّه گنړئ اود جهل دوجی نه دقوم نوح په شان په شرک کښی اخته شوی دی -
فائده: ابوبکر بقاعی وئیلی دی چه دا صورتونه د نیکانو سړو وؤ لیکن هغه مشرکانو ددوی تصوریرونه د دوی د صفتونو د وجی نه مختلف جوړ کړی وؤ یعنی (وَدًّا) (ود) په رجولیت (سړی توب) کښی کامل وؤ نو دوی دهغه شکل د سړی په شان جوړ کړی وؤ - او (سُوَاعًا) زنانه وه ډیر عبادت کوؤنکی نو دوی دهغی بت د ښځی په شکل جوړ کړی وؤ اود رجال اطلاق ورباندی تغلیباً کړی شوی دی او (يَغُوثَ) ډیر بهادر شجاع وؤ نو دوی دهغه تصویر په شکل د ازمری (اسد) سره جوړ کړی وؤ - او (يَعُوقَ) ډیرقوی او نیکو کارونو کښی سبقت کوؤنکی وؤ دهغه شکل ئی د آس په شان جوړکړی وؤ او (نَسْرًا) د بدن نه غټ او ډیر عمر والا وؤ نو دوی دهغه شکل دلوی مارغه (گنجی ټپوس) په شان جوړ کړی وؤ - نوددی بیان نه معلومه شوه چه دهغه قول چه دا نومونه د نیکانو سړو دی اوبل د واقدی په روایت سره چه ددوی دغه مختلف شکلونه وؤ نو دواړو قولونو کښی تعارض نیشته دی -
فائده ۲: ددی صفتونو او معانو په لحاظ سره دغه مشرکانو په هغوی پوری د جدا جدا حاجت پوره کولو عقیده لرله - (وَد) مظهر دمحبت وؤ یعنی ددوه کسانو په مینځ کښی د مینی محبت پیداکولو ذمه دارئی گنړلو - (سُوَاع) مظهر دثبات (کلکول) او قیومت ئی گنړلو چه هغی ته د تصوف په اصطلاح کښی قطب هم وئیلی شی یعنی ددنیا نظام هغه چلوی - (يَغُوث) مظهر دفریاد رسئ وؤ چه هغه ته د تصوف په اصطلاح کښی غوث وئیلی کیږی - (يَعُوق) مظهر د دفع د مصیبتونو وؤ او هغه ته دافع البلاء وئیلی شی (نَسر) مظهر د اوږدوالی د عمر وؤ یعنی چه هغه د عمر د اوگدولو اوپه هغی کښی دبرکت اچولو ذمه دار دی -
فائده ۳: امام بخاری وئیلی دی چه دا نومونه د نیکانو بزرگانو وؤ په قوم د نوح علیه السلام کښی هرکله چه هغوی مړه شول نو شیطان دغه قوم ته وسوسه اوکړه چه دا بزرگان کومو ځایونو کښی اوسیدل په هغی کښی گټی (دنخی په طورسره) اودروئ او دغه نومونه ورله کیدی نو هغه خلقو داسی اوکړل بیا هرکله چه ډیره زمانه تیره شوه او نورخلق پیدا شول او جهل زیات شو نو دغه خلقو دهغوی عبادتونه شروع کړل او ابن کثیر دابن حاتم په روایت سره ذکرکړی دی دهغی حاصل دادی چه خلق د محبت وجی نه اول د ود په قبرباندی راجمع کیدل بیا شیطان ورله دهغه تصویر جوړکړو دپاره دیاداشت بیا څه زمانه روستو د هغه تصویر عبادت شروع کړی شو دارنگ دټولو حال دغسی وؤ نو معلومه شوه چه شرک اول د محبت د قبرونو د اولیاؤ نه شروع شوی دی بیا دتصویرونو اود بتانو عبادت شروع شو ددی وجی نه په ابتداء د اسلام کښی نبی ﷺ دزیارت د قبرونو نه نهی کړی وه ددی دپاره چه دشرک دپاره سبب جوړ نشی بیا چه صحابه کرام په توحید کښی پاخه شول نو د زیارت قبور اجازت ئی ورکړو -