تَبَارَكَ الَّذِي ۱۴۳۵ نُوْح
وَقَدْ أَضَلُّوا كَثِيرًا وَلَا تَزِدِ الظَّالِمِينَ إِلَّا ضَلَالًا ﴿۲۴﴾ مِمَّا خَطِيئَاتِهِمْ أُغْرِقُوا فَأُدْخِلُوا نَارًا فَلَمْ يَجِدُوا لَهُمْ مِنْ دُونِ اللَّهِ أَنْصَارًا ﴿۲۵﴾ وَقَالَ نُوحٌ رَبِّ لَا تَذَرْ عَلَى الْأَرْضِ مِنَ الْكَافِرِينَ دَيَّارًا ﴿۲۶﴾ إِنَّكَ إِنْ تَذَرْهُمْ يُضِلُّوا عِبَادَكَ وَلَا يَلِدُوا إِلَّا فَاجِرًا كَفَّارًا ﴿۲۷﴾ رَبِّ اغْفِرْ لِي وَلِوَالِدَيَّ وَلِمَنْ دَخَلَ بَيْتِيَ مُؤْمِنًا وَلِلْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ وَلَا تَزِدِ الظَّالِمِينَ إِلَّا تَبَارًا ﴿۲۸﴾
او یقیناً گمراه کړل دوی ډیر خلق اونه زیاتوی ظالمانو لره مگر گمراهی ﴿۲۴﴾
دوجی د گناهونو ددوی نه دوی غرق کړی شول نو داخل کړی شو اورته نو دوی به اونه مومی ځان دپاره سیوا د اللّه تعالٰی نه مددگاران ﴿۲۵﴾
او اوئیل نوح علیه السلام ای ربه مه پریږده په ځمکه کښی د کافرانو نه یو کور آباد ﴿۲۶﴾
یقیناً ته که چیری پریږدی دوی لره نو گمراه به کړی بندگان ستا او نه به زیږوی مگربدکار ډیر کفر کوونکی ﴿۲۷﴾
ای ربه بخنه اوکړی ماته او مور پلار ځما ته او هغه چاته چه ننوځی کور ځما ته ایماندار او ټولو مؤمنانو نارینو ته او مؤمنانو ښځو ته او مه زیاتوی ظالمانو لره مگر تباهی ﴿۲۸﴾
[۲۴] (كَثِيرًا) دهغه زمانی او د روستو رمانو په عرب او عجم کښی چه شرک جاری دی نوددی گمراهئ بنیاد قوم د نوح علیه السلام کیخودلی دی اوپه هغوی باندی ددی گناه حصه ده په دلیل د حدیث (مَنْ سَنَّ سُنَّةً سَیِّئَةٍ فَعَلَیْهِ وِزْرُهَا وَ وِزْرُ مَنْ عَمِلَ بِهَا لَا یُنْقَصُ مِنْ وِزْرِهِ شَیْءً) - (وَلَا تَزِدِ الظَّالِمِينَ إِلَّا ضَلَالًا) دا دعاءِ شر ده په هغه قوم باندی روستو ددی نه چه نوح علیه السلام لره خبر ورکړی شو چه داخلق ایمان نه راوړی لکه چه په سورة هود (۳۶) کښی ذکردی (إِلَّا ضَلَالًا) په معنیٰ مشهوری سره مراد دی لکه چه په ایمان کښی زیادت راځی نودارنگ په گمراهئ او کفرکښی هم زیاتی راځی یا مراد ددی نه خسران دی -
[۲۵] په دی کښی دهغه قوم عذاب دنیوی او اخروی ذکرکوی سره دسبب نه چه هغه خطیئات د هغوی دی اشاره ده چه سبب دعذاب صرف دعاء شرنه وه بلکه سبب اصل ددوی گناهونه وؤ، او خطیئات ددوی مخکښی آیاتونو کښی ذکرشول لکه عَصَوُا ، وَاتَّبَعُوا ، وَمَكَرُوا ، وَقَالُوا ، أَضَلُّوا ، اولویه خطیهٔ شرک وؤ (فَأُدْخِلُوا نَارًا) قرطبی نقل کړی دی چه دا عذاب قبرته اشاره ده لکه چه په باره دفرعونیانو کښی سورة غافر (۴۶) کښی دی یا مراد د ناراً هغه دی چه په بحر کښی دی لکه چه حدیث کښی ذکردی (تحت البحر نارٌ) (مِنْ دُونِ اللَّهِ) اشاره ده چه ددوی پنځه بزرگانو کښی هیڅ یو تن ددوی امداد اونه کړی شو لکه چه سورة احقاف (۲۸) کښی ذکر دی -
[۲۷،۲۶] دا دعاءِ شر ده په هغه قوم باندی په بیخ کندئ د هغوی سره (يُضِلُّوا عِبَادَكَ) یعنی ددوی مثال د زهریلا مار په شان دی چه نورو خلقو ته ضرررسوی نو ددوی هلاکول ضروری دی - (سوال) نوح علیه السلام ته څنگه معلومه شوه چه ددوی نه اولاد فجار پیدا کیږی او دهدایت امید ترینه نیشته؟ (جواب) هغه ته په وحی سره معلومه شوه لکه چه سورة هود (۳۶) کښی ذکردی او دا دلیل دی چه هغه خلق چه دین ته ضرر رسوی او دهدایت ظاهری امید ترینه نه وی پاتی شوی نوپه هغوی باندی دعاءِ شر(خیری) جائز دی - لکه چه ځمونږ نبی ﷺ قنوت نازله لوستلو او دارنگ موسیٰ علیه السلام هم فرعونیانو ته خیری کړی وی چه دهغی ذکرپه سورة یونس (۸۸) کښی تیرشوی دی -
[۲۸] د دعاءِ شرنه په کافرانو باندی روستو دعا غواړی دپاره د مؤمنانو خصوصاً او دا اداب د دعادی چه اول خاص ذکرکوی نو بیا عام (رَبِّ اغْفِرْ لِي) دعا د مغفرت مستلزم نه ده گناه لره بلکه دا اقرار د قصور دی په ادا د حق د عبدیت کښی دپاره د تضرع (وَلِوَالِدَيَّ) مفسرینو نقل کړی دی چه د نوح علیه السلام په آباؤ کښی تر آدم علیه السلام پوری هیڅ څوک کافر نه وؤ (وَلِمَنْ دَخَلَ بَيْتِيَ مُؤْمِنًا) لفظ دبیت کښی قرطبی ډیر احتمالات لیکلی دی، کورد نوح علیه السلام مسجد دهغه، کشتئ دهغه دین دهغه او دا ټول صحیح دی - او لفظ د مؤمنانو کښی اشاره ده چه صرف داخلیدل کافی نه دی بلکه تصدیق د زړه ورسره ضروری دی او په دی سره یو ځوی د نوح علیه السلام او ښځه دهغه ددی دعا نه خارج شول ځکه چه هغوی اگرچه بیت د نوح علیه السلام ته داخلیدل لیکن مؤمنان نه وؤ (وَلِلْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ) دا عام دی ترقیامته پوری ایمان والو ته نو دا امت (ځمونږ) په کښی هم داخل دی (وَلَا تَزِدِ الظَّالِمِينَ) مخکښی دعاءِ شر خاص وه په قوم دده پوری او دا دعا عامه ده ټولو کافرانو مشرکانو ته په هره زمانه کښی (تَبَارًا) هلاکت او خسران ته وئیلی کیږی -